د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د سلګونو زرو افغان ماشومانو لپاره یې د زده کړې زمینه برابره کړې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه تازه راپور کې دا خبره کړې ده چی په تېر یوه کال کې یې د درسي ټولګيو په جوړولو سره په افغانستان کې ۶۸۶ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. یونیسف زیاته کړه چې د دغه صندوق په مرسته په ۲۰۲۳ کال کې ۶۸۶ زره ماشومان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، په سیمه ییزو ټولګیو کې د ګډون له لارې د لوړ کیفیت او وړیا زده کړو څخه برخمن شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو ډلو زياتره په لرو پرتو سيمو کې رامنځته شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7731
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7731
منتشر شده در ۱۱:۴۰ - دلو ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email