د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا سره وکتل او د دوحې د غونډې د اجنډا په اړه یې د لا وضاحت غوښتنه وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه په ایکس پاڼه کی یو بیانیه خپور کړی او لیکلي دي چې دا غونډه نن (شنبه، د دلو ۱۴مه) جوړه شوې ده. د دې اعلامیې له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوحې د ناستې په اړه د وضاحت د غوښتلو پر مهال ویلي، چې طالبان به د دې څرګندونو په رڼا کې په دې ناسته کې د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7703
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7703
منتشر شده در ۱۳:۳۰ - دلو ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email