د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته په یوه لیک کې د پوهنې د حقونو د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان په مکتوب کې راغلي چې احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷مه د کابل ښار د کارته چهار له سیمې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دغو دوو د پوهنې د حقونو فعالانو له “غوره فکر” موسسې سره کار کاوه. د همدې مکتوب پر بنسټ، احمد فهیم او صدیق الله د ډسمبر په ۲۷ د طالبانو د محکمې له خوا محاکمه شول او د پلچرخي زندان ته ولېږدول شول.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7697
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7697
منتشر شده در ۱۴:۴۰ - دلو ۱۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email