د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې له یو شمېر ښځو سره په کتنه کې یې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم ټینګار وکړ. کرزي ویلي چې د پوهنې په برخه کې یې له یو شمېر فعالو ښځو سره وکتل او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره یې د نجونو د زده کړې پر اړتیا خبرې وکړې. د هغه په وينا، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پرانيستل د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره يوه حياتي موضوع ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7688
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7688
منتشر شده در ۱۳:۴۰ - دلو ۱۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email