د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پوسټ کې لیکلي چی نن (سه شنبه، د دلو ۹مه) د چین ولسمشر شي جین پینګ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د طالبانو د سفیر اسدالله چې په بلال کریمي هم مشهور دی، باورلیک ومانه. هغه زیاته کړه چې په دې مراسمو کې د چین ولسمشر د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل. دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد ولسمشر د طالبانو له خوا د استول شوي سفیر باورلیک مني. د هغه په وينا، په دې مراسمو کې بلال کريمي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره هم وکتل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7679
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7679
منتشر شده در ۱۴:۲۷ - دلو ۱۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email