د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چی د دغه وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د چین، ایران او پاکستان له استازو سره د یوې غونډې په څنډه کې وکتل او په افغانستان کې يې د پرمختيايي پروژو د امنيت په اړه ډاډ ورکړ. د طالبانو د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ (د دلو ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د طالبانو په کوربه توب د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت له غونډې وروسته د ۱۱ هېوادونو له استازو او سفیرانو سره وکتل. د خبرپاڼې په حواله، مجاهد بیا د چین، ایران او پاکستان له استازو او سفیرانو سره په جلا جلا توګه وکتل او د “د هېواد د پولو د ثبات او امنیت د ټینګښت، د اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا” په برخه کې یې د طالبانو د ژمنو ډاډ ورکړ. هغه ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د هیوادونو د پرمختیايي پروژو د پیل او بشپړولو په خاطر د امنیت او هر ډول نورو همکاریو تضمین ته چمتو دي.

- 51
- کې خپور شو 1:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 7676
- January 31, 2024
- کې خپور شو 1:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 7676
- January 31, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 13:24 - January 31, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7676
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
4 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
5 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments