طالبانو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د دولسم ځل لپاره یې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه د استخراج یو شمېر زمرد پلورلي دي. دغه وزارت نن (سه شنبه، د دلو۳مه) اعلان وکړ، چې د ۴۰۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت د پنجشېر ۳۵۲۰ قیراط زمرد پلورل شوی دی. د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې دمه د پنجشېر ولايت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۴ زره ۲۰۰،۸ قیراط زمرد د دوه ميليونه ۶۱۳ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي. له بلې خوا دغې ډلې ویلي چې د دې پیسو لس سلنه یې د مالیې په توګه د دوی لپاره دي او پاتې نور قراردادي شرکتونو ته سپارل کیږي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7604
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7604
منتشر شده در ۱۳:۳۰ - دلو ۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email