د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بهرامجان اعلایف د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل. دا غونډه د دوشنبې په ورځ د دلو په ۳مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه. په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه ټینګار وکړ. باید وویل شي چې ازبکستان او پاکستان دواړه له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7601
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7601
منتشر شده در ۱۲:۴۹ - دلو ۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email