د مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو تېره شپه د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ په دروازه د طالبانو توغنديز بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې يو طالب وژل شوى او يو بل طالب ټپي شوى دى. د تخار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ودانۍ د راکټي بریدونو له امله په نښه شوې ده. سیمه ییزو سرچینو تایید کړې، چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ مازدیګر شاوخوا ۶:۳۰ بجې د مقاومت جبهې له لورې ترسره شول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7598
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7598
منتشر شده در ۱۵:۳۰ - دلو ۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email