د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو کابینې په خپله څلورمه غونډه کې د دغې ډلې د ملي پراختیا شرکت ته امر وکړ چې د غوشتپې کانال د پراختیا په برخه کې دې د فعالیتونو د اسانتیا او د کار د ښه والي لپاره هڅې وکړي. د طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ نن (سه شنبه د دلو ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوې وه. همدارنګه د طالبانو کابینې د دغې ډلې اداري مرستیال ته دنده وسپارله چې د چارو ادارې او د ملي پرمختیايي شرکت مسوولین دې د غوشتپې کانال د کارونو د ښه والي او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

- 60
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7595
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7595
- January 23, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7595
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7595
- January 23, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:05 - January 23, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



