د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یو ځل بیا له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي. مجاهد په یوه غږیز ټیپ کې چې د سې شنبې په ورځ د جدی په ۳۰مه د ملي ټلویزیون له لارې خپور شو وویل: د طالبانو حکومت هغه حکومت دی چې د افغانستان خلک یې انتظار باسي. هغه زیاته کړه: “افغانستان اوس هم ټول شموله او ځواب ویونکی حکومت لري.” مجاهد زیاته کړې، چې طالبان غواړي له هېوادونو او په ځانګړې توګه له روسیې سره ښې اړیکې ولري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7544
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7544
منتشر شده در ۱۵:۱۴ - جدی ۳۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email