د حقاني او اندريکا تر منځ ليدنه له افغانستان سره پر بشري مرستو متمرکزه وه

د حقاني او اندريکا تر منځ ليدنه له افغانستان سره پر بشري مرستو متمرکزه وه

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د یوناما له نوي مرستیال او د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي چارو له مرستیال سره کتلي او خبرې اترې کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې سراج الدین حقاني اندریکا راتوتي ته د هغې د نوې دندې مبارکي ورکړه او د یوناما د پخواني مرستیال ډانیل اندریس د ښه مدیریت ستاینه وکړه او هغه ته یې په راتلونکو هڅو کې د بریالیتوب هیله وکړه. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې هېواد ته د راستنیدونکو کډوالو لپاره د مرستو د رسولو او د ځای د برابرولو په اړه هم خبرې وشوې. د یوناما نوي مرستیال په افغانستان کې ټولیز امنیت خوندي وباله او ژمنه یې وکړه چې افغانستان ته به بشري خدمات وړاندې کوي.

بیشتر بخوانید:  د افغان اتباعو د هویت د اسنادو د نشتوالي په اړه د ملګري ملتونه اندیښنه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x