د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. اوچا په خپل ایکس چینل کې لیکلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون یو له ښکاره اغیزو څخه د څښاک د اوبو کمښت دی. د اوچا په وينا، د افغانستان په ٣٠ ولايتونو کې د څښاک د اوبو کيفيت ډېر ټيټ دى او ډېرى خلک د بېلابېلو ناروغيو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7515
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7515
منتشر شده در ۱۱:۰۲ - جدی ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email