دا خبره د طالبانو د صدراعظم د دفتر مطبوعاتي دفتر اعلان کړه چی د طالبانو د کابینې دیارلسمه غونډه د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې. د خبرپاڼه له مخې: په دې غونډه کې د مهاجرينو عالي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې په دې وروستيو کې د راستانه شويو مهاجرينو لپاره د دندو د پيداکولو د نورو ستونزو د حل په خاطر دې جدي اقدامات وکړي. په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت ته د سالنګ په لویه لاره د بار وړونکو موټرو د ستونزو د حل او د حل لپاره د مناسبې حل لارې د موندلو غوښتنه وشوه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7509
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7509
منتشر شده در ۱۵:۳۷ - جدی ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email