د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات ولايت د پاسپورټ امر حاجي مولوي محمد حسين رحيمي وويل: د مرکز د لارښوونې له مخې، د پاسپورټونو ۱۰۰۰ پوښونه او د مراجعینو اسناد پروسس او د چاپ لپاره مرکز ته استول شوي دي. له راتلونکې اونۍ څخه به دا شمېره ۱۵۰۰ تنو ته لوړه شي. هغه زیاته کړه، ټولې هغه فورمې چې پخوا د انلاین سیسټم له لارې ثبت شوې وې، د اجرا وړ دي. همدارنګه، د ناروغ غوښتنې فورمه هره ورځ د اجرا وړ ده. ښاغلي رحیمي له مراجعینو وغوښتل چې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او آنلاین نوم لیکنه وکړي او خپل وار ته انتظار وباسي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7478
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7478
منتشر شده در ۱۳:۲۱ - جدی ۲۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email