کرزي د یوناما له استازي سره په کتنه کې: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی

کرزي د یوناما له استازي سره په کتنه کې: په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي تفاهم پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې کتنه کې کرزي او اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ارزونې او د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه خبرې وکړې. د افغانستان پخواني ولسمشر هم پر X ټولنیزې شبکې لیکلي چې د دواړو لورو ترمنځ په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، د پوهنتونونو او د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو هم خبرې وشوې.

بیشتر بخوانید:  طالبان او چینايي چارواکي د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x