د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر ترکي سوداګرو سره وکتل. حنفي له طالبانو د کورنیو او بهرنیو پانګونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه ډله پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي. په دې کتنه کې ترکي سوداګرو اعلان وکړ، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي، چې په کې د کانونو استخراج، د فابریکو جوړولو، کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ شامل دي. خو یوشمېر کتونکي په دې باور دي، چې طالبان اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم امنیت او زیربناوې نشي برابرولی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7469
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7469
منتشر شده در ۱۲:۵۰ - جدی ۲۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email