کاظمي قمي د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی

کاظمي قمي د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د سیمه ییزو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان او دوه اړخیزو همکاریو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی. کاظمي قمي دا سفر د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي استازي اصف علي خان دراني په رسمي بلنه ترسره شوی دی. د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی به له پاکستاني سیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره د رسمي خبرو ترڅنګ له یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري. تر دې غونډې مخکې کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو وړاندیز کړی و، چې هرکلی یې هم وشو.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو له استازي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال لیدنه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x