د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، د افغانستان دښمنان غواړي په دغه هېواد کې پر شیعه وروڼو په بریدونو سره د دین په نوم د افغانستان د خلکو تر منځ تفرقه واچوي. هغه د طالبانو د وياندويانو د ظرفيت د لوړولو په موخه په سيمينار کې زياته کړه چې خبرې بايد د افغانستان له ملي ګټو او لوړو مسايلو سره په ټکر کې نه وي او خبرې او ليکل بايد د دين او هېواد د دښمنانو په مقابل کې وکارول شي. د شنبې په ورځ د جدی په ۱۶مه د کابل د دشت برچي په سیمه کې چاودنې یو بس په نښه کړ چې ګڼ شمېر ملکي وګړي پکې سپاره وو. په دغه برید کې لږ تر لږه ۵ تنه شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7387
۱ کال پیش
شماره خبر 7387
منتشر شده در 2:02 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email