د ایران ځانګړي استازي او سفیر د یوناما له مشر سره په افغانستان کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د ایران ځانګړي استازي او سفیر د یوناما له مشر سره په افغانستان کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د دغه سفارت ځانګړي استازي او مشر حسن کاظمي قمي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره وکتل او له افغانستان سره یې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې. په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د جدې په ۱۸مه جوړه شوه او په دې دغه کتنه کښې «د ماین پاکۍ، د کوکنارو د بدیل کښت او د لیرې پرتو زده کړو (مجازی فضا) لپاره د ایران او ملګرو ملتو د ګډې همکارۍ په زمینه کښې خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه». د دې غونډې په اړه نور جزئیات او د بحث وړ موضوعات نه دي ورکړل شوي. له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، ایران له دغې ډلې سره پراخې اړیکې لرلې او له دغې ډلې سره یې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

بیشتر بخوانید:  طالبانو په بامیان کې برتانوۍ جوړه نیولې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x