د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم دغه څرګندونې په کابل کې د عربي ژبې د زده کړې او امامت د روزنې د انستیتوت د شپږمې دورې د فراغت په مراسمو کې وکړې و وویل چی اوسنی حالت د شرعي احکامو د پلي کولو تر ټولو ښه فرصت دی. نديم زياته کړه، بهرني هېوادونه هڅه کوي چې د خلکو ذهنونه تخريب کړي او غواړي په منفي تبليغاتو سره خلک له اسلام څخه لرې کړي. نوموړي علماوو ته په خطاب کې وويل: که نن له دې فرصت څخه ګټه وانخلو او د خداى دين په سمه توګه خلکو ته ونهرسوو، دا فرصت به له لاسه ورکړو او د خداى، امت او مسلمانانو په وړاندې به ملامت شو. په دې مراسمو کې له عربي ژبې څخه ۳۰ تنو، د امامت له څانګې څخه ۸۰ تنو او د اسلامي علومو له څانګې څخه ۴۷ تنو د فراغت مراسم ولمانځل.

- 55
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 7359
- January 8, 2024
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 7359
- January 8, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 13:15 - January 8, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7359
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
15 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
16 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
17 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments