اسراییل د مقاومت د محور د قوماندانانو په وژلو سره څه هدف تعقیبوي؟

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7347
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7347
منتشر شده در ۱۷:۵۴ - جدی ۱۵, ۱۴۰۲

د شهید قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې تروریستي پیښه چې په پایله کې یې ګڼ شمیر مینه وال شهیدان او ټپیان شول، دې وښودله چې ترهګري او د ملتونو د ازادۍ دښمنان په هره طریقه د سیمې د امنیت د ګډوډولو فکر کوي. د اسلام دښمنان هڅه کوي چې خپل وجود وساتي او د ترهګرو او نیواکګرو سره د مبارزې په لاره کې د تروریستي اعمالو او وحشت په رامنځته کولو سره د مسلمانانو اراده کمزورې کړي. نړیوال استکبار او په ځانګړې توګه صهیونیسټ رژیم چې په سیمه کې د اشغال او غصب په پلمه جوړ شوی دی، غواړي د مجاهدینو او مقاومت د قومندانانو په وژلو او بیا د خلکو په وژلو سره خپلې موخې ترلاسه کړي. په تېرو څو ورځو کې اسرائیلو څو ایراني، فلسطیني او لبناني قوماندانان ووژل. دا وژنې په فلسطین، لبنان او سوریه کې شوي دي. په غزه کښې دجګړې له شروع کیدو او دصهیونیسټ رژیم له سختو ګوزارونو وروسته دغه رژیم په ډیرو خرابو امنیتی او دفاعی شرایطو کښې ځان ولید. له همدې امله یې د غزې د بې دفاع خلکو د قتل عام او د مقاومت د محور د لوړ پوړو قومندانانو په وژلو سره د خپلې ناکامۍ او محاصرې د پټولو لپاره د وژنې جنګي ماشین پیل کړ. په داسې حال کې چې نړۍ د اسرائیلو له نسل وژنې څخه خپله کرکه اعلانوي، له دغه رژیم څخه د امریکا بې پرې ملاتړ ښيي چې د دوی حکومت هم په دغو جنایتونو کې شریک دی. اسراییل د مقاومت د محور د قوماندانانو په وژلو سره هڅه کوي چې دغه جبهه کمزورې کړي او ځان د یوه داسې طوفان په څپو کې مومي چې د دغه رژیم د ډوبیدو لامل به شي. په کرمان کې د تروریستي عمل څرنګوالی او هغه هم د شهید سلیماني د تلین په مناسبت دا ګونګوسې پیاوړې کوي چې د دې قضیې تر شا د اسراییل لاس دی. دا مهال په سیمه کې پرمختګونه په داسې حال کې روان دي چې په سیمه کې د یوې بشپړې جګړې امکان پیاوړی شوی دی. صهیونیسټ رژیم ایران او هم د مقاومت جبهې پاروی. دا رژیم فکر کوي چې په یوه پراخه جګړه کې د ایران په ګډون کولای شي بریا ترلاسه کړي. خو هغه ناخبره دی چې د یوې لویې جګړې رامنځته کېدل به د اسراییلو د تباهۍ لامل شي. د ایران، عراق، سوریې، لبنان او فلسطین د خلکو په شمول د مینځنی ختیځ د سیمې خلک په خپل مقاومت او دریځ سره صهیونیسټ رژیم او د هغې اجنټانو ته به اجازه ورنکړی چې په خپلو ترهګرو اقداماتو سره په سیمه تسلط ولری. له ترهګرۍ سره مبارزه یوه نړیواله دنده ده او باید ټول هېوادونه په دې مبارزه کې برخه واخلي. نړيواله ټولنه بايد په لازمو تدبيرونو سره د تروريستي ډلو مخه ونيسي او د دغې ناوړه پديدې د له منځه وړلو لپاره زمينه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات؛ د مسلمانانو خوشحالي او د ظالمانو غم

۳ ورځې پیش
124354657687

د افغانستان د سوداګرۍ د ستونزو په اړه د امریکا د سفارت له مرستیال سره د سوداګرۍ خونې د پلاوي خبرې

۳ ورځې پیش
14325468579

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: موږ د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

۳ ورځې پیش
142354657

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري

۳ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

طالبان خواستار مذاکره میان حکومت و معترضان در پاکستان شد

۶ ساعتونه پیش

آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

۷ ساعتونه پیش
آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

طالبان : فرصت بی نظیر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

۸ ساعتونه پیش
طالبان : فرصت بی نظر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

۱۰ ساعتونه پیش
درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

مقام طالبان: همگی برای حفاظت از جنگل‌های کشور مسئولیت داریم

۱۲ ساعتونه پیش

وزیر مهاجران طالبان: هر فرد باید علوم دینی و عصری را فرا گیرد

۱۴ ساعتونه پیش

توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

۱۴ ساعتونه پیش
توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

۱ ورځ پیش
تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

گزارش و مصاحبه

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

۱ اونۍ پیش
۱۴:۴۹ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Screenshot 2024-09-25 224628

محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود

۲ اونۍ پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
چالش‌های جاری در کشور

چالش‌های جاری در کشور

۱ میاشت پیش
۲۰:۱۱ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
IMG-20240823-WA0006

نمایشگاه تولیدات و فرآوردهای داخلی  افغانستان امروز در کابل گشایش یافت

۱ میاشت پیش
۰۴:۱۲ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری

گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود

۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi

مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی

۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳