د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ ښاغلي بینیټ په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو د عدالت پر غورځنګ د سختو فشارونو راپورونه د اندېښنې وړ وبلل.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي چې طالبانو “د ښځو د سوله ییزو مظاهرو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی دی”.
د هغه په وينا، ترور او ډزې د بيان ازادۍ او د سوله ييزې غونډې له حق څخه سرغړونه ده.
بینیټ زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو چارواکو د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ باید خبریالان خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سرپرست حکومت امنیتي ځواکونو پرون په کابل کې په هوايي ډزو او د ترور په رامنځته کولو سره په کابل کې د عدالت غوښتنې د مظاهرو د ښځو مخه ونیوله.
سرچينه زياتوي، چې د طالبانو له ډزو وروسته يو شمېر لاريون کوونکو ښځو د کابل ښار د پوهنې وزارت ته څېرمه دوکانونو ته پناه يوړه، خو طالبانو يې تعقيب او دوی د ټوپک په بټ ووهلې.