د دوغارون په پوله کې د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګډې ناستې په ترڅ کې د شوي تفاهم له مخې افغانستان ته د ایراني بار وړونکو او سوداګریزو وسایطو پر داخلیدو شل ورځنی بندیز لغوه شو. د ایران د خراسان رضوي ولایت د سړک او ټرانسپورټ عمومي مدیر جعفر شهامت اعلان وکړ چې د هرات د اسلام کلا له پولې څخه افغانستان ته د ایراني سوداګریزو موټرو د ننوتلو شل ورځنی بندیز لغوه شو. هغه زیاته کړه: دا تفاهم لیک د دوغارون په پوله کښې د طالبانو د پلاوی او د ایران د اسلامی جمهوریت د ګډې غونډې په ترڅ کښې وشو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7288
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7288
منتشر شده در ۱۳:۲۲ - جدی ۱۲, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email