د ټول‌شمول حکومت په نشتوالي کې ټول‌شمول فقر

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7258
۲ کلونه پیش
شماره خبر 7258
منتشر شده در 6:14 ب.ظ

د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د مرستو د کمښت له امله سږ کال د ۱۰ میلیونو اړمنو افغانانو نومونه د مرستو د ترلاسه کوونکو له لیست څخه ایستل شوي دي. دغه بنسټ ویلي چې په هغه هېواد کې چې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د شپې له خوا له خوړو پرته ویده کېږي، کورنۍ هڅه کوي چې ماشومان ګرم وساتي او خواړه ورته برابر کړي. د خوړو نړیوال سازمان: که څه هم د افغانستان په بازارونو کې خوراکي توکي ډېر دي، خو خلکو یې د پېرلو توان له لاسه ورکړی دی. په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې تر ۲۰ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو برابرول د هر انسان له اساسي او اړینو اړتیاوو څخه ده، خو له بده مرغه دا اړتیا زموږ د ډېرو خلکو لپاره یوه نه پوره کېدونکې هیله ګرځېدلې ده. په افغانستان کې سختو اقتصادي حالاتو خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي. د کار نشتوالي او همدارنګه د نړیوالو مرستو کموالي د خوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې اندېښنې زیاتې کړي دي. په افغانستان کې سیاسي پرمختګونه د دې کړکېچ اصلي لامل دی او په هر بدلون کې دا ولس دی چی له هر ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په دې کې د نورو عواملو په پرتله د حکومت ونډه ډېره معلومیږي. ځکه دولتونه د خوندي اقتصادي چاپېریال د رامنځته کولو او د اغېزمن مدیریت د بنسټ اېښودلو مسوولیت لري. له څه باندې دوو کلونو وروسته هم د طالبانو اداره نه ده توانېدلې چې د خلکو د اړتیاوو په هوارولو او هم افغانستان ته د نړیوالو د پام اړولو په برخه کې هوښیارانه عمل وکړي. دوی د ګروپي او ذوق پالو سیاستونو په جوړولو سره افغانستان د انزوا په لور روان کړی دی چې د خلکو د فقر او بې وزلۍ سبب شوی دی. دا خلک چې داسي له کړاوونو سره مبارزه کوي څنګه د طالبانو د واکمنۍ په اړه چې د یوټوپیا د جوړولو ادعا کوي خوشبین شي؟ د خلکو د لومړنیو او عاجلو اړتیاوو پوره کول د هر حکومت له نسبي بریاوو څخه ده، چې د حکومت په وړاندې د خلکو په چلند مستقیمه اغیزه لري. خو دا موږ خلکو ته پرېږدو چې قضاوت وکړي چې طالبان په دې برخه کې څومره بریالي شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د ایران او افغانستان ترمنځ نه شلېدونکې اړیکې؛ له تاریخي اړیکو څخه تر مهاجرینو مدیریت پورې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
خلیلزاد: د طالبانو د مخالفینو غونډه به ډیر ژر په پاکستان کې ترسره شي
۶ ورځې پیش
خلیل‌زاد: نشست مخالفان طالبان به‌زودی در پاکستان برگزار می‌شود
بایرن میونخ د جرمني سوپر کپ په ګټلو سره فصل د ټرافي سره پیل کړ
۶ ورځې پیش
بایرن مونیخ با قهرمانی در سوپرجام آلمان فصل را با جام آغاز کرد
د هرات د برېښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو قراردادونو لاسلیک
۶ ورځې پیش
د محقق له خوا د خلیلزاد سختې نیوکې: ولې تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ او ښځو ته نه؟
۶ ورځې پیش
انتقاد تند محقق از خلیلزاد: چرا طالبان را مجاز می‌دانی و زنان را نه؟
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( یکشنبه د 1404 کال د اسد 26)
۶ ورځې پیش
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر پالیسیو سخته نیوکه وکړه
۶ ورځې پیش
سید مسعود کاظمي: خلک د فساد، خیانت او د پردې تر شا معاملو دوامداره قربانیان دي
۶ ورځې پیش
‏سید مسعود کاظمی ‎رهبر ‎حزب اقتدار ملی و رییس تشکیلات ‎شهید کاظمی‎
یو ۹ کلن افغان نابغه ماشوم له ښوونځي پرته یې ۸ ژبې زده کړې
۶ ورځې پیش
کودک نابغه ۹ ساله افغانستانی و آموختن ۸ زبان بدون مکتب
گزارش و مصاحبه
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۱ میاشت پیش
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۱ میاشت پیش
6:45 ب.ظ
ناگفته‌هایی از علامه سید اسماعیل بلخی
علامه بلخی یکی از برجسته‌ترین چهره‌های مبارزه با استبداد در افغانستان بود. سیّد اسماعیل بلخی در قریهٔ سرپل واقع در ولسوالی بلخاب، ولایت سرپل زاده شد. برخی ولادت وی را در سال ۱۲۹۵، و برخی ۱۲۹۹ (خورشیدی)، گفته‌اند و ۲۴ تیر ۱۳۴۷ ه.ش به شهادت رسید.
۱ میاشت پیش
6:33 ب.ظ
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
سید جعفر سید آبادی، رئیس اداره اتباع و مهاجرین خارجی خراسان رضوی، در مصاحبه‌ای اختصاصی با خبرگزاری معمار درباره وضعیت مهاجرین و از تلاش‌ها برای خروج عزتمندانه مهاجران و تسهیل ساماندهی آن‌ها سخن گفت.
۱ میاشت پیش
3:15 ب.ظ
هشدار از خاموشی تدریجی رسانه‌ها در افغانستان + ویدیو
وجدانی با اشاره به سرکوب سیستماتیک رسانه‌ها از سوی حکومت طالبان، هشدار داد که افغانستان به‌سوی خاموشی کامل صداهای مستقل پیش می‌رود.
۱ میاشت پیش
8:38 ب.ظ
حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۱ میاشت پیش
8:42 ب.ظ