د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) یو پلاوی ننګرهار ته د هغو راستنیدونکو د وضعیت د ارزونې په موخه تللی چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه راستانه شوي دي. په دې کتنه کې د ننګرهار د مهاجرینو چارو رئیس باز محمد عبدالرحمن، د IOM عمومي مشرې ایمی ایلن پوپ او په افغانستان کې د دغه سازمان د نمایندګۍ دفتر مشرې مریم ویتا سره وکتل. په دې کتنه کې عبدالرحمن په عمري کمپ کې د راستنېدونکو ستونزې واورېدې او له IOM څخه يې وغوښتل چې د سرپناه جوړولو، روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، د راستنېدونکو ماشومانو د زده کړې او په عمري کمپ کې د اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. پوپ او ویټا هم ژمنه وکړه چې IOM به په افغانستان کې د راستنیدونکو سره د مرستې لپاره د خپلو هڅو ملاتړ وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7228
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7228
منتشر شده در ۱۰:۴۳ - جدی ۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email