د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ له انډیا ټوډې سره په مرکه کې ښاغلي کرزي وویل چې د افغانستان خلک اوس په هېواد کې د پراخې جګړې د پای ته رسېدو له امله خوښ دي. خو د هغه په وينا، “خلک له سترو ستونزو سره مخ دي.”
هغه د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د میلیونونو افغانانو مهاجرت یوه ضایعه وبلله.
کرزي وویل: زموږ لوستي کسان له هېواده وتلي او زموږ اقتصاد په ډېر بد حالت کې دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د ملي زیرمو له لاسه ورکول او د هېواد د بنسټونو سقوط او په پای کې د افغان حکومت سقوط ستر زیان دی.
ښاغلي کرزي بیا هم ټینګار وکړ چې افغانستان به هغه وخت خوشحاله وي چې ماشومان یې تعلیم یافته شي او ښځې او نارینه د هېواد لپاره په ګډه کار وکړي.
ښاغلي کرزي ویلي چې افغانستان کولای شي د ملي خبرو له لارې پیوستون ترلاسه کړي.