د طالبانو ویاند: د افغانستان نظام هر اړخیز دی، خو لا هم په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده

د طالبانو ویاند: د افغانستان نظام هر اړخیز دی، خو لا هم په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده

د ټول شموله حکومت په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند وویل: زموږ حکومت ټول شموله دی، خو لا هم په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د حسین امیر عبداللهیان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې زموږ نظام ټول شموله دی، خو په دې برخه کې لا هم پرمختګ ته اړتیا ده او هڅه کوو چې پرمختګ وکړو، خو دوست او ګاونډي هېوادونه او نور هېوادونه بايد مداخله ونه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان هغه مهال د ثبات او امنیت په لاره کې راتلای شي چې ټول توکمونه د دغه هېواد په اداره کې برخه واخلي.

بیشتر بخوانید:  یوناما: د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بشري حقونو د سرغړونې ۲۰۰ قضیې ثبت شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x