د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خراسان رضوي په بازار کې څه دپاسه ۱۶ زره افغانان له یو ملیارد ډالرو څخه زیات په سوداګریزو کارونو بوخت دي. بشیر احمد اربابي وايي، په رضوي خراسان کې له ۴۵ تر ۵۰ سلنه بهرنۍ پانګونه د افغان سوداګرو له خوا کېږي. د ایراني رسنیو په حواله، په خراسان رضوي کې د افغانستان د اقتصادي فعالانو د ټولنې مشر ویلي دي چې افغانان په مشهد کې د بهرنۍ پانګونې په لومړي ځای کې دي. هغه زیاته کړه، په ایران کې د بهرنۍ پانګونې ډېری غوښتونکي افغانان دي او د افغانستان ډېر لوی او تجربه کار سوداګر ایران په ځانګړې توګه مشهد ته کډوال شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7143
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7143
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - قوس ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email