د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ډنمارک پارلمان د پنجشنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې په عامه ځایونو کې د قرآن کریم او نورو مذهبي متنونو په سپکاوي بندیز ولګول شي. دغه قانون د ولسي جرګې د غړو له خوا په ۹۴ موافقو او ۷۷ مخالفو رایو سره تصویب شو. د دغه قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د دیني متنونو سوځول یا سپکاوی به په نغدی جریمه او تر دوو کلونو بند محکوم شي. د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هومیلګارډ د قانون دفاع وکړه او ویې ویل چې دا د ډنمارک او د هغه د اتباعو امنیت خوندي کول دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7134
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7134
منتشر شده در ۱۰:۳۴ - قوس ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email