د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د فلسطین او اسرایلو د شخړې، د اوکراین د کړکیچ، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د انرژۍ، د زیربنایي پروجکتونو او د پرمختللو ټکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. پوتین د متحده عربي اماراتو له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په دغه هېواد کې یې د ارتودوکس کلیسا د جوړولو مسئله حل کړه. د متحده عربي اماراتو ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې د پوتین د شخصي رول ستاینه هم وکړه.

- 32
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7124
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7124
- December 7, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7124
- کې خپور شو 3:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7124
- December 7, 2023
- بین الملل
- آخرین بروزرسانی 15:05 - December 7, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



