د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د الوزراء دفتر عمومي ریاست وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون په نننۍ غونډه کې د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو وړاندیز شوی دی. د طالبانو د اقتصادي معین ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په نننۍ غونډه کې د ۱۸ پروجکتونو قراردادونو په ګډون ۲۸ پروجکتونه تر بحث لاندې ونیول شوې او د ۵ پروجکتونو قراردادونه مسؤلو کمېټو ته وسپارل شول تر څو د دغو قراردادونو هر اړخیزه ارزونه وکړي او د ملي تدارکاتو کمیسیون راتلونکې غونډې ته یې د وروستۍ پریکړې لپاره وړاندې کړي. منظور شوې پروجکتونه د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، فواید عامې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوندې دي، چې څلور میلیارده افغانۍ ارزښت لري.

بیشتر بخوانید:  افغان خبریالې زهرا جویا د ځوانو رهبرانو د نړیوال فورم د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x