د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۵مه) په کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره وکتل. په دې کتنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د طالبانو او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه. هغه وويل، افغانستان ډېرې طبيعي او بشري سرچينې لري چې له چين سره د سوداګريزو همکاريو ښه زمينه برابرولی شي. جاوه شينګ هم د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ. هغه وويل، چينايي شرکتونه چمتو دي چې د وچې مېوې د پروسس په ګډون د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7111
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7111
منتشر شده در ۱۴:۴۱ - قوس ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email