د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کییف ښاروال او د سوک وهنې د نړیوال اتل ولادیمیر کلیچکو ورور ویتالي کلیچکو د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر کړنو نیوکه وکړه. کلیچکو له انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډیلي میل سره په مرکه کې ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې پر ضد عملیات بند شوي او د دغه هېواد د خلکو په منځ کې د زیلینسکي محبوبیت کم شوی دی. هغه د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د پوځ پر کم چمتووالي هم نیوکه وکړه. هغه زیاته کړه: خلک ګوري چې څوک اغیزمن دی او څوک نه دی. هغه وویل چې اوکراین د چټکو پایلو غوښتونکی دی. تر اوسه اوکراییني چارواکو د کلیچکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

- 45
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7092
- کې خپور شو 12:32 ب.ظ
- د خبر شمیره 7092
- December 5, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7092
- کې خپور شو 12:32 ب.ظ
- د خبر شمیره 7092
- December 5, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



