د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، سږ کال په افغانستان کې د ایډز له امله ۲۹ تنه مړه شوي دي. دغو چارواکو په کابل کې د ايډز د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له دغې ناروغۍ سره پر مبارزې ټينګار وکړ. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په هېواد کې د ایډز د ناروغانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې زیات شوی دی. په افغانستان کې سږ کال ۲۹ کسان د ایډز له امله مړه شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7075
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7075
منتشر شده در ۱۳:۱۲ - قوس ۱۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email