د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د اسلامي نړۍ د علماوو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې د فلسطین د خلکو شهادتونه او سرښندنې د دوی د بريا بنسټ دی. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره وکتل. متقي وويل، په فلسطين کې اوسنيو حالاتو، شهادتونو، هجرتونو او سرښندنو موږ غمجن کړي، خو دا ډول قربانۍ تل د بريا لار ده
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7063
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7063
منتشر شده در ۱۵:۰۵ - قوس ۱۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email