د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ (د قوس۴مه) هرات ولایت ته د تورغندي پټلۍ له لارې له ترکیې څخه د ۵۰۸ ټنه بشري مرستو د رسیدو خبر ورکړ. په دغو مرستو کې هغه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې د ترکيې د خلکو له خوا د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته شوې ده. په رالېږل شویو ټولو مرستو کې شاوخوا ۲۲۲ ټنه خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، دال، نخود، بوره، زیتون، پاستا، تور چای، اوړه او بسکټ شامل دي. دغه مرستې به د هرات ولایت په زلزله ځپلو او له پاکستان څخه په راستانه شویو کډوالو وویشل شي.

- 46
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7025
- کې خپور شو 12:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 7025
- November 27, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7025
- کې خپور شو 12:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 7025
- November 27, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:10 - November 27, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



