د طالبانو کابینې د ۱۴۰۳ کال لپاره د امنیتي پلان د جوړولو اعلان وکړ

د طالبانو کابینې د ۱۴۰۳ کال لپاره د امنیتي پلان د جوړولو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې ډلې د کورنیو چارو، دفاع او د استخباراتو د عمومي ریاست مسوولینو د ۱۴۰۳ میلادي کال د امنیتي پلان د جوړولو په خاطر غونډه وکړه. د طالبانو د دفاع وزارت وايي، دا د طالبانو د امنیتي بنسټونو لومړۍ ګډه غونډه ده، چې له ۱۴۰۰ کال اوړي وروسته دغې ډلې د افغانستان واک تر لاسه کړ. دا غونډه د طالبانو د دفاع په وزارت کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو امنیتي چارواکو وویل چې دوی د امنیت د تامین، د ملي ارزښتونو د ساتلو، د پولو د امنیت او د «اسلام او نظام د دښمنانو» د شومو پلانونو د شنډولو لپاره چمتووالی نیسي.

بیشتر بخوانید:  په ایران کې د بهرنیو زده کونکو لپاره د نوم لیکنې نوي شرایط؛ د سرشمېرنې فورمې او لاسي پاسپورټونه اعتبار نلري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x