د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي تېره شپه (سه شنبه د عقرب ۳۰ مه) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي. د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د ساتنې او بشري مرستو دفتر هم اعلان وکړ، چې کابل ته نوې الوتکه د هرات له زلزلې څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو لپاره د ضروري وسايلو بار وړونکې وه. دغه دفتر زیاته کړې، چې په دې لېږد کې طبي وسایل، خیمې، کمپلې او ژمنۍ توکي شامل دي. اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم د هرات زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولې دي.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7007
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 7007
- November 22, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7007
- کې خپور شو 1:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 7007
- November 22, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:37 - November 22, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



