د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کندهار – روزګان د سړک جوړولو د پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د مهاجرینو او د طبیعي پیښو د قربانیانو وضعیت ته هر اړخیزه پاملرنه کړې ده. نوموړي په دې مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د هیواد د اوسیدونکو د ستونزو د هواري په موخه د یو شمیر نورو سترو پروژو کار پیل کړی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ملا برادر ویلي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره منظم پلان جوړ شوی چې له مخې به یې دوی ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6991
۱ کال پیش
شماره خبر 6991
منتشر شده در ۱۴:۵۴ - عقرب ۳۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email