د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت له شاوخوا دوه کلونو وروسته نن چهارشنبه د عقرب په ۲۴ مه نېټه افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې. د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې له دوو کلونو وروسته کابل ته د دغه شرکت لومړۍ الوتنه نن سهار وشوه. د دغه شرکت لومړۍ الوتنه د دوبۍ له نړیوال هوايي ډګر څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته وه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6919
۱ کال پیش
شماره خبر 6919
منتشر شده در ۱۲:۲۱ - عقرب ۲۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email