د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د شنبې په ورځ د عقرب په ۲۰مه نېټه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د دغه هېواد له کډوالو سره په درناوي چلند وکړي. حقاني دغه غوښتنه په هرات کې د اسلام کلا پولې ته د خپل سفر پر مهال له سرحدي چارواکو سره د کتنې پر مهال وکړه. په دې وروستیو کې پاکستان له اسنادو پرته د کډوالو شړل پیل شوي دي. له ایران څخه د کډوالو د راستنیدو او اخراج لړۍ هم روانه ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6839
۱ کال پیش
شماره خبر 6839
منتشر شده در ۱۱:۵۲ - عقرب ۲۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email