ملګري ملتونه وايي، د ژمي په را رسېدو سره، په هرات کې ډېری زلزله ځپلي لا هم په خیمو کې ژوند کوي، چې مناسب سرپناه او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. ملګرو ملتونو نن (شنبه، د عقرب ۲۰مه) په ایکس کې په خپله پاڼه کې لیکلي دي چې له ویجاړونکو زلزلو څه باندې یوه میاشت تېرېږي، لا هم عاجلو مرستو ته اړتیا ده. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې په روان ژمي کې په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې بودیجه ۲۶ سلنه ترلاسه شوې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6833
۱ کال پیش
شماره خبر 6833
منتشر شده در ۱۶:۱۹ - عقرب ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email