د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پنجشېر ولايت کې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې طالب ځواکونه د پنجشير پر اوسېدونکو د دغې ډلې د جنګياليو د وحشتونو د ويډيويي ثبتولو د مخنيوي په موخه په دې ولايت کې ټېلېفونونه راټولوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبان له خپلو ځواکونو، دولتي کارکوونکو او يو شمېر هېوادوالو څخه د ويډيو او عکسونو د ثبتولو وړ ټېلېفونونه اخلي. ویل کیږي چې د پنجشیر په مرکز رخه او بازارک ولسوالیو کې طالبانو پوستې جوړې کړي دي. یوې سرچینې څرګنده کړه چې طالبان د ټېلېفونونه راټولول د دې ډلې د مشر د امر اجرا ګڼي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6775
۱ کال پیش
شماره خبر 6775
منتشر شده در ۱۱:۴۸ - عقرب ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email