د معمار پرس د خبر له مخې؛ داسلامی امارت دلومړی وزیر اقتصادی مرستیال او دهغه دیرش کسیز پلاوی د ایران داسلامی جمهوریت له مقاماتو سره په لومړۍ ځانګړې او ستراتیژیکه اقتصادی غونډه کښې موافقه وکړه چې د کرنې او کب روزلو په برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي. دغه غونډه د شنبې په ورځ د عقرب په ۱۲مه د ایران د کرنې د وزیر په کوربه توب جوړه شوه. په دې کتنه کې چې د ایران د انرژۍ، سړکونو او ښار جوړونې، اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونو مسوولینو هم حضور درلود. په دې کتنه کې د ازادو سوداګریزو سیمو په ځانګړې توګه د چابهار بندر، د ګمرکونو، ترانزیتي او ټرانزیټي وسایطو او په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6761
۱ کال پیش
شماره خبر 6761
منتشر شده در ۱۴:۴۶ - عقرب ۱۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email