د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۶۱ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۱۰ مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو ۶۱ جريبه او د فارياب ولايت په کوهستانات ولسوالي او د دايکنډي ولایت په کجران ولسوالي کې د کوکنارو يو شمېر کروندې له منځه وړي دي. دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په بدخشان کې دوه کسان او ١٧٣ “کيپتاج” ګولۍ، د کاپیسا ولایت څخه دوه تنه، په زابل ولايت کې يو بل تن د نشه يي توکو د پلور او استعمال په تور ونيول شو.

- 43
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6725
- کې خپور شو 5:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 6725
- November 2, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6725
- کې خپور شو 5:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 6725
- November 2, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:21 - November 2, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



