په پاکستان کې د طالبانو سفارت: د تورخم او چمن لارې د راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی

په پاکستان کې د طالبانو سفارت: د تورخم او چمن لارې د راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی

معمار پرس د خبر له مخې؛ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۱۰مه) د پاکستان حکومت ته په یوه بیانیه کې خبرداری ورکړ چې د افغان کډوالو جبري اخراج او ځورول د کابل او اسلام اباد اړیکې له خطر سره مخامخ کوي. د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان کډوال له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال له ډېرو ننګونو سره مخ دي. په یوه بیانیه کې، سفارت له پاکستان څخه غوښتي چې سمدستي د مهاجرینو جبري اخراج او ځورونې ودروي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د تورخم له لارې څه باندې سل زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

بیشتر بخوانید:  برتانوي هوايي شرکت په رسمي ډول حجاب د خپل نوي رسمي لباس انتخاب په توګه منلی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x