د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د صدراعظم مرستیال وویل، د افغانستان او ازبکستان اړیکې له پخوا راهیسې د متقابل احترام او تعامل پر بنسټ ولاړې دي او د ازبکستان حکومت او خلک غواړي چې دغه اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې او پیاوړې شي. هغه زیاته کړه، د ازبکستان حکومت، سوداګر او پانګوال لېواله دي چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي چې په هغو کې د کانونو، کرنې، انرجۍ او تولید شامل دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6673
۱ کال پیش
شماره خبر 6673
منتشر شده در ۱۶:۴۵ - عقرب ۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email