د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ځینو خبري سرچینو په وینا د روسیې سوسیالست ګوند به په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. په دې غونډه کې د ملي مقاومت د جبهې د غړو په ګډون د طالبانو مخالفو سیاسي مشرانو او د افغانستان د ژغورنې لپاره به د مقاومت رهبري شورا د غړو په ګډون جوړه شي. دا غونډه به د قوس په دوهمه نېټه ترسره شي. روسیه له طالبانو سره نسبتاً نږدې اړیکې لري. که څه هم مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې د دغې ډلې له خوا ټاکل شوی شارژدافیر منلی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6634
۱ کال پیش
شماره خبر 6634
منتشر شده در ۱۴:۵۴ - عقرب ۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email