د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغان مهاجرینو ته به تذکرې ورکول کیږي، نه د زیږون سندونه

د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغان مهاجرینو ته به تذکرې ورکول کیږي، نه د زیږون سندونه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی د پنجشنبې په ورځ (د عقرب ۴مه) په اراک ولایت کښې خبریالانو ته وویل: ځینې ​​خلک ناسم احصایې اعلانوي او وايي چې موږ غواړو مهاجرینو ته د زیږون سند ورکړو، دا خبر حقیقت نلري او د تذکرې او زیږون سند کې توپیر شتون لري. د ایران د کورنیو چارو وزیر په دوام کښې وویل زمونږ په هیواد کښې د مهاجرینو مسئله یوه پخوانۍ مسئله ده او دا په مختلفو دورو کښې او همداشان د شوروی اتحاد او امریکې په وخت کښې د استکباری سیاستونو نتیجه ده.

بیشتر بخوانید:  د کاناډا نوی صدراعظم: موږ به هیڅکله د امریکا برخه نه شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x